زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/09/05 - 02:46:1
زيارة: 238
مشاركة مع الـأصدقاء

کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی
 کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی

انصار: ( د وږی۱۵مه)، په ۱۹۹۹ کال کې کندهار ته د یوې هندۍ الوتکې د تښتونې په اړه جوړ شوي سريال په هند کې ناندرۍ را پارولې دي، چې امله یې فلم جوړوونکی شرکت لیکلي سپیناوي ته اړ ایستل شوی دی.

ناندرۍ د الوتکې د پاکستانیو تښتوونکو د مستعارو هندو نومونو پر سر وې، چې اوس یې نېټفلېکس شرکت د هغوی اصلي او مستعار نومونه دواړه د سپیناوي په توګه د سريال د پیل یاد لیک کې ځای کړي دي.

د ای سي-۸۱۴: د کندهار هايجک (IC-814: The Kandahar Hijack) په نامه سریال تازه پر نېټفلېکس خپور شوی. دا سریال د ۱۹۹۹ کال د هغې پېښې پر کیسه جوړ شوی چې پکې پنځو تښتوونکو د هندۍ هوايي کرښې ۸۱۴ نمبر الوتنې الوتکه چې له کټمندو دوبۍ ته روانه وه، برمته او کندهار ته وتښتوله او په بدل کې يې د ترهګرۍ په خاطر هند کې د بندي مولانا مسعود اظهر په ګډون د دریو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوله.

هند تور پورې کوي چې اظهر په هند کې ګڼ بریدونه کړي او له خوشي کېدو وروسته يې د جیش محمد ډله جوړه کړې. هغه د ملګرو ملتونو لخوا هم د ترهګر په توګه نومول شوی.

په هغه تبادله کې د اظهر خوشي کېدل لا هم په هند کې ناندریزه موضوع ده. اپوزیسیون اوس هم لا بهارتیا جاناتا یا بي جې پي پارټي چې هغه مهال په واک کې وه په دې خاطر ګرموي. تازه د جمو او کشمير د پولیسو پخواني مشر جنرال شیش پال ویاد ویلي چې د مسعود اظهر خوشي کېدل د هند لپاره تر ټولو شرموونکې شېبه وه.

په هغه الوتکه کې ۱۵۴ کسان سپاره وو.

دې پېښې اووه ورځې دوام وکړ او د یوه یرغمل شوي له وژل کېدو وروسته د برمته کوونکو د غوښتنو له منل کېدو سره پای ته ورسېده.

هغه نومونه چې تښتوونکو د الوتکې تښتونې پر مهال ځان ته غوره کړي وو هندو نومونه دي. خو په هند کې د دغه سریال مخاطبان په دې غوسه وو او نیوکه يې کوله چې باید د دغو تښتوونکو اصلي نومونه چې د دوی مسلمان هویت ترې ښکاري باید کارېدلي وی.

د هند بهرنیو چارو وزارت د هغه مهال د اعلامیې له مخې د دغو تښتوونکو نومونه ابراهیم اختر، شاهد اختر سعید، سني احمد قاضي، ظهور مستري او شاکر وو. خو دوی د چيف، ډاکټر، برګر، بولا او شنکر کود نومونه کارولي او د نېټفلېکس سریال نوملړ کې هم یوازې دا نومونه کارېدلي وو.

تازه د نېټفلېکس د منځپانګې د برخې مرستیالې مونیکا شېرګېل په یوه اعلامیه کې کښلي چې د سریال پيلنۍ تشریح يې بدله کړې چې اوس پکې د دغو تښتوونکو اصلي نومونه او د دوی کودنومونه دواړه شامل شوي.

د دغه شپږو برخو لرونکي کوچني سریال لارښوونه انوباو سېنها کړې او په وېره کې الوتنه: د یوه پیلوټ کیسه په نامه د دغې الوتکې د پيلوټ ډېوي شاران د هغه کتاب پر بنسټ جوړ شوی چې د خبریال سرينجوی چوهدري په ملتیا یې لیکلی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33310






*
*

*



قرأ

د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو


دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه


یونسکو د غور د منار جام پر ساتنې ټینګار وکړ


افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی


ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي


د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده


د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي


د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه